په کندوز ولایت کې د سرو زرو له یو شمېر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو
د کندوز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د جماديالآخرې د مياشتې په ۱۱مه نېټه، د یکشنبې په ورځ، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او د زرګرانو اتحادیې د استازو په ګډون د دغه ولایت په مرکز کې د سرو زرو له ۴۲ پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.
پلاوي د یاد نظارت پر مهال د طلا عيار، نرخونه او ځینې نور اړين موارد بررسي کړل چې په ترڅ کې یې یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې مشخصې شوې.
مؤظف پلاوي د دغو ستونزو د لرې کولو او همدارنګه د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه د یادو سرو زرو پلورنځيو مسئولينو ته لازمې توصیې وکړې.
د عدلیې وزارت په مرکز او عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.
