د عدلیې وزیر د هېواد د څلورو زونونو د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدګۍ اختصاصي محکمو له قاضیانو سره وکتل

barekzai_admin
Thu, Nov 19 2026 10:52 AM
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د هېواد د څلورو زونونو د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدګۍ اختصاصي محکمو له قاضیانو سره وکتل او د بېلابېلو موضوعاتو په هکله یې له هغوی سره خبرې وکړې.

د هېواد د څلورو زونونو د اختصاصي محکمو قاضیانو، چې د یادو محکمو او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون ترمنځ د همغږۍ په ناستو کې د ګډون په موخه کابل ته راغلي دي، د جمادي الاخرې د میاشتې په ۶مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدلیې وزیر او د کمېسیون له رئیس سره وکتل.

په دې کتنه کې د عدلیې وزارت د امارت د قضایاوو عمومي رئیس او د یاد کمېسیون سکرتر، محترم احسان‌الله وثیق او نورو مسئولینو هم حضور درلود.

په دې کتنه کې د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د امارتي غصب شویو ځمکو په اړه د اختصاصي محکمو د پرېکړو په تړاو خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې اختصاصي محکمې دې د امارتي ځمکو په برخه کې چې بیت‌المال دی، له پوره احتیاط څخه کار واخلي او عدالت دې تأمین کړي.

نوموړي وویل چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون او اختصاصي محکمو د کار لپاره قانون او طرزالعمل وجود لري او څرګنده یې کړه چې هر مسئول باید د همدغو تقنیني اسنادو مطابق خپل کار ترسره کړي. هغه په ولایتونو کې د اختصاصي محکمو او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئتونو ترمنځ د همغږۍ اړتیا ته هم اشاره وکړه.

بل‌خوا په دې کتنه کې د هېواد د څلورو زونونو د اختصاصي محکمو قاضیانو د یادو محکمو د فعالیتونو او ځینو نورو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل او له تخنیکي هیئتونو سره یې د همغږۍ، په څلورو زونونو کې ورته موضوعاتو لپاره د پرېکړو د یو ډول‌والي او د کاري چارو د چټکتیا په برخه کې هم ډاډ ورکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS