د عدلیې وزیر د هېواد د څلورو زونونو د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدګۍ اختصاصي محکمو له قاضیانو سره وکتل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۱۰:۵۲
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د هېواد د څلورو زونونو د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدګۍ اختصاصي محکمو له قاضیانو سره وکتل او د بېلابېلو موضوعاتو په هکله یې له هغوی سره خبرې وکړې.

د هېواد د څلورو زونونو د اختصاصي محکمو قاضیانو، چې د یادو محکمو او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون ترمنځ د همغږۍ په ناستو کې د ګډون په موخه کابل ته راغلي دي، د جمادي الاخرې د میاشتې په ۶مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدلیې وزیر او د کمېسیون له رئیس سره وکتل.

په دې کتنه کې د عدلیې وزارت د امارت د قضایاوو عمومي رئیس او د یاد کمېسیون سکرتر، محترم احسان‌الله وثیق او نورو مسئولینو هم حضور درلود.

په دې کتنه کې د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د امارتي غصب شویو ځمکو په اړه د اختصاصي محکمو د پرېکړو په تړاو خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې اختصاصي محکمې دې د امارتي ځمکو په برخه کې چې بیت‌المال دی، له پوره احتیاط څخه کار واخلي او عدالت دې تأمین کړي.

نوموړي وویل چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون او اختصاصي محکمو د کار لپاره قانون او طرزالعمل وجود لري او څرګنده یې کړه چې هر مسئول باید د همدغو تقنیني اسنادو مطابق خپل کار ترسره کړي. هغه په ولایتونو کې د اختصاصي محکمو او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئتونو ترمنځ د همغږۍ اړتیا ته هم اشاره وکړه.

بل‌خوا په دې کتنه کې د هېواد د څلورو زونونو د اختصاصي محکمو قاضیانو د یادو محکمو د فعالیتونو او ځینو نورو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل او له تخنیکي هیئتونو سره یې د همغږۍ، په څلورو زونونو کې ورته موضوعاتو لپاره د پرېکړو د یو ډول‌والي او د کاري چارو د چټکتیا په برخه کې هم ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۱۰:۵۲
Background image

د عدلیې وزیر د هېواد د څلورو زونونو د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدګۍ اختصاصي محکمو له قاضیانو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د هېواد د څلورو زونونو د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدګۍ اختصاصي محکمو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۵:۵۳
Background image

د عدلیې وزیر د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د فرمانونو د اغېزو د څېړلو په علمي – څېړنیز کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د فرمانونو د اغېزو د څېړلو په علمي – څېړنیز کنفرانس کې قانون د نظام بنسټ وباله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان روغتیا په دویم داخلي او نړیوال نندارتون کې د عدلیې وزارت ګډون

 عدلیې وزارت د «افغانستان روغتیا» په دویم داخلي او نړیوال نندارتون کې چې د افغانستان د نندارتونونو په مرکز کې جوړ شوی دی، ګډون کړی او لیدونکو ته د تقنیني اسنادو جریدې او همدارنګه د. . .

BACK TO NEWS