د عدلیې وزیر د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د فرمانونو د اغېزو د څېړلو په علمي – څېړنیز کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د فرمانونو د اغېزو د څېړلو په علمي – څېړنیز کنفرانس کې قانون د نظام بنسټ وباله او ټینګار یې هم وکړ چې قرآن کریم د اسلامي امارت اساسي قانون دی.
دا علمي – څېړنیز کنفرانس د جماديالاخره په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د لوړو زدهکړو وزارت تر مشرۍ لاندې د میدان وردګ پوهنتون له لوري د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو، وزیرانو، علماء کرامو، د پوهنتون استادانو او نورو ګډونوالو په حضور سره جوړ شو.
محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په دغه کنفرانس کې د خپلې وینا پر مهال د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د فرمانونو د اغېزو په اړه د مقالو د لیکوالانو ستاینه وکړه او راتلونکي نسل لپاره یې ستر خدمت وباله.
دغهراز نوموړي د قوانینو د اهمیت په تړاو خبرې وکړې او ویې ویل چې قانون د نظام اساس دی او له قانون پرته نظام نه شي کولای دوام ولري. هغه زیاته کړه چې قانون د نظام یوه برخه ده، خو د اهمیت له پلوه له نظام سره برابر دی.
په یاد کنفرانس کې د اسلامي امارت د عدلیې وزیر څرګنده کړه چې اسلامي امارت اساسي قانون لري او د اساسي قانون د نشتوالي په هکله نیوکې بېځایه دي. هغه زیاته کړه چې قرآن کریم زموږ اساسي قانون دی او ټول فرعي قوانین د قرآن کریم، نبوي سنتو او حنفي فقهې پر بنسټ جوړ شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې قرآن کریم اصول او عمومیات مشخص کړي، دغه اصول پیغمبر صلی الله علیه وسلم په خپلو مبارکو احادیثو کې توضیح کړي او فقهاوو یې جزئیات او د تطبیق تګلارې استخراج کړې دي.
هغه وویل چې د تېرو سلو کلونو په اوږدو کې وضعي قوانین په افغانستان کې د اساسي قانون په نوم څو ځله بدل شوي، خو ځینې کسان هغه اساسي قانون بولي او قرآن کریم چې په تېرو ۱۴۶۱ کلونو کې هېڅ بدلون پهکې نه دی راغلی، د اساسي قانون په توګه نه مني.
همداراز محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په دې وینا کې اسلامي امارت د افغانستان په جغرافیه کې بېساری نظام وباله.
په دې ناسته کې د اسلامي امارت یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو، وزیرانو او علماوو هم ویناوې وکړې او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د فرمانونو د اغېزو په اړه یې خبرې وکړې.
