په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۱:۲۴
.

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب المرجب د مياشتې په ۸مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۸ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي پلاوي د دغو موټرپلورنځیو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، د پېر او پلور قانوني‌توب، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د یادو موټر پلورنځيو په  کاري چارو کې یو شمېر نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې کړې او دیادو د ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښه‌والي په موخه د هغو متصديانو ته لازمې توصیې وکړې.

عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۳۰
Background image

په کابل ښار کې له ۲۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د محرم د میاشتې په ۲۹مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ۲۰ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۱۸
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د میدان وردګ ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د صفر المظفر د مياشتې په ۳مه نېټه د ‌شنبې په ورځ په دغه ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۷
Background image

په بغلان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځیو له ۲۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د بغلان ولایت د عدليې ریاست مؤظف نظارتي پلاوي د صفر المظفر د مياشتې په ۴مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، پلخمري ښار کې د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځیو له ۲۶ دفترونو. . .

BACK TO NEWS