په واټونو کې د لاس پلورونکو فعالیت قانونمن کېږې

waheed
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۲ - ۹:۵۴
.

د کابینې د قوانینو د کمېټې فوق العاده غونډې د واټ د ترانسپورت د قانون د طرحې او د ښاروالیو د قانون د دریمې مادې د تعدیل د طرحې په ګډون د ۵ تقنيني سندونو طرحې تائیدې کړې.

د ښاروالیو د قانون د دې مادې د تعدیل طرحه د لاس پلورونکو د فعالیت د قانونمن کیدو په واټونو کې د ګڼې ګونې د مخنینوي په موخه برابره او تنظیم شوې ده.

.

د کابینې د قوانینو د کمېټې فوق العاده غونډه د روان کال د وږي د میاشتې په ۱۰ د دوشنبې په ورځ د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمد سرور دانش په مشرۍ او د دې کمېټې د غړو په ګډون جوره شوه او په هغې کې د واټ د ترانسپورت د قانون طرحه، ځمکه والۍ د چارو د قانون د (۱) ګڼه ضمیمې طرحه، د مخابراتي خدمتونو د محصول دقانون د ځینو مادو د تعدیل طرحه، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د قانون د ځینو مادو د تعدیل طرحه، د ښاروالیو د قانون د دریمې مادې ۲۳ جز د تعدیل طرحه، د اوبو د چارو د تنظیم د قانون د ځینو مادو د تعدیل طرحه، د بریښنا انرژي د خدمتونو د تنظیم د قانون د ځینو مادو د تعدیل طرحه، د کانونو د قانون د ځینو د مادو تعدیل، ایزاد، او حذف طرحه او د احوالو د ثبت د قانون د ځینو د مادو د تعدیل طرحه تر بررسۍ لاندې ونیول شوې.

د عدليې وزیر دکتورعبدالبصیر انور په دې غونډه کې د واټ د ترانسپورت د قانون په باره کې معلومات ورکړ او ویې ویل چې د قانون دغه طرحه د واټ په ترانسپورت پورې د اړوندو چارو د تنظیم له ملي او بین المللي معیارونو سره سم د واټ د ترانسپورت د خدمتونو د تنظیم د زمینې د برابرولو، د خدمتونو وړاندې کولو لپاره د خصوصي سکتور هڅونې او ملاتړ، له هېوادونو او بین المللي سازمانونو سره د اړیکو د تامینولو او ټینګښت او د مسافرانو د لېږد او رالېږد د خوندیتوب د تامینولو لپاره برابره شوې ده.

.

دغه طرحه له خبرو او د کمېټې د غړو له لوري د وړاندیزونو له وړاندې کولو وروسته تائید شوه. ټاکل شوې ده د عدليې وزارت د قانون د طرحې په متن د دغو وړاندیزونو په تنظیم سره، هغه د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

د هېواد د عدليې وزیر په دې غونډه کې دغه راز د اوبو د چارو د تنظیم د قانون د ځینو د مادو د تعدیل برخه او هم د بریښنا د انرژي د خدمتونو د تنظیم د قانون د ځینو مادو د تعدیل د برخه وړاندې کړه.

هغه وویل چې د تعدیل دغه طرحه د جمهوي ریاست د عالي مقام د فرمان پربنسټ برابره شوې ده چې د هغې د انرژۍ اوبو له خپلواک تشکیل او بودیجې سره او د " اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې" او د "انرژۍ د خدمتونو د تنظیم ادارې " ترعنوان لاندې دوو جلا جلا ادارو په توګه په جلا ډول فعالیت کوي.

.

په یادو شوو دواړو قوانینو کې د تعدیلونو طرحه د قوانینو کمېټې د غړو له خوا د تائید وړ وګرځیده.

د عدليې وزیر دغه راز د ښاروالیو قانون د دریمې مادې د ۲۳ جز د تعدیل طرحه د قوانینو د کمېټې د غونډې غړو ته وړاندې کړه. د قانون دغه طرحه په واټونو کې د لاس پلورونکو د فعالیت د قانونمن کیدو او د ګڼې ګونې او د کسب ګرو د تراکم د مخنیوي په موخه برابره او تنظیم شوې ده چې له خبرو وروسته د کمېټې د تائيد وړ وګرځيده.

د قوانینو کمېټې په فوق العاده غونډه کې د مخابراتي خدمتونو د محصول د قانون د ځینو مادو د تعدیل د طرحه او د نفوسو د احوالو د ثبت د قانون د ځینو مادو د تعدیل طرحه هم د تائید وړ وګرځیدې.

د نفوسو د احوالو د ثبت د قانون د ځینو مادو د تعدیل طرحه د احصايې او معلوماتو د ملي ادارې په تشکیل کې د نفوسو د احوالو د ثبت د ادارې د ادغام او هم د تابعیت په تذکره کې د مور د نامه د درج په هکله د ښځې د حقوقو د فعالانو غوښتنې ته د ځواب په دلیل او د عدليې وزارت او د احصايې او معلوماتو د ملي ادارې له خوا برابره شوی دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۵
Background image

په لسو ولایتونو کې څه باندې ۱۱۰۰ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست، په مرکز او ولایتي آمریتونو یې په نهو نورو ولایتونو کې ۱۱۵۷  تنو ته د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې وړاندې کړي دي.

دا برنامې د محرم الحرام د مياشتې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۲:۵۸
Background image

د نیمروز ولایت د عدلیې رياست او د موټر پلورونکو اتحادیې ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړېدل

د نیمروز ولایت د عدلیې رياست او د یاد ولایت د موټر پلورونکو اتحادیې مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ ناسته د محرم الحرام د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدلیې رئيس مولوي عبدالوارث خليل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۲:۴۷
Background image

په جوزجان ولایت کې د څه باندې ۳۰۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

د جوزجان ولایت ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هيئت ناسته د محرم الحرام د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد هيئت د رئیس او غړو په ګډون سره جوړه شوه. 
د تخنیکي په دې ناسته کې، د. . .

BACK TO NEWS