په ننګرهار کې د دارالوکالو او د معاملاتو لارښوونو د دفترونو څارنه
د ننګرهار زون د مدافع وکیلانو د آمریت نظارتي پلاوي د رجب المرجب د میاشتې په ۲۲ نېټه د شنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز او د غني خیلو په ولسوالۍ کې له ۵ دارالوکالو څخه څارنه او بررسي ترسره کړه.
یاد پلاوي د دارالوکالو له مسؤولینو څخه د مخکنیو سپارښتنو د تطبیق له امله مننه څرګنده کړه او هغوی ته يې د یو لړ نورو تشو او نیمګړتیاو په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.
په ورته مهال د ننګرهار د عدلیې ریاست د انسجام آمریت د څارنې پلاوي د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې له ۱۳ موټر پلورنځیو څخه څارنه او بررسي ترسره کړه. یاد شوي دفترونو مخکې د ناقانونه فعالیت په دلیل تړل شوي وو.
پلاوي هغه دفترونه چې خپل فعالیتونه یې قانوني کړي وو، بیاځل پرانیستل او پاتې دفترونو ته يې لارښوونه وکړه چې ژر تر ژره خپل فعالیتونو د اصولو مطابق عیار کړي.