په ننګرهار کې د دارالوکالو او د معاملاتو لارښوونو د دفترونو څارنه

hayat_admin
Sun, Feb 04 2024 10:34 AM

د ننګرهار زون د مدافع وکیلانو د آمریت نظارتي پلاوي د رجب المرجب د میاشتې په ۲۲ نېټه د شنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز او د غني خیلو په ولسوالۍ کې له ۵ دارالوکالو څخه څارنه او بررسي ترسره کړه.

یاد پلاوي د دارالوکالو له مسؤولینو څخه د مخکنیو سپارښتنو د تطبیق له امله مننه څرګنده کړه او هغوی ته يې د یو لړ نورو تشو او نیمګړتیاو په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

په ورته مهال د ننګرهار د عدلیې ریاست د انسجام آمریت د څارنې پلاوي د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې له ۱۳ موټر پلورنځیو څخه څارنه او بررسي ترسره کړه. یاد شوي دفترونو مخکې د ناقانونه فعالیت په دلیل تړل شوي وو.

پلاوي هغه دفترونه چې خپل فعالیتونه یې قانوني کړي وو، بیاځل پرانیستل او پاتې دفترونو ته يې لارښوونه  وکړه چې ژر تر ژره خپل فعالیتونو د اصولو مطابق عیار کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS