سرپل ولایت ته د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د مشرتابه پلاوي سفر

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۱:۲
.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون مشرتابه پلاوي د عدلیې وزارت د سرپرست او د یاد کمېسیون د رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د ربیع الاول د میاشتې په ۸ نېټې د شنبې په ورځ د ځمکو د غصب اړوندو دوسیو د بررسۍ په منظور سرپل ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو سره یې وکتل او خبرې ورسره وکړې.

په دغه سفر کې دکور او ښار جوړولو د وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د کرنې او اوبو لګولو د وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري، د چارو د ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د سترې محکمې استازي شیخ عبدالصمد حقاني او د امارت د قضایاو لوی رئیس او د دغه کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق او د یاد کمېسیون نورو غړو د عدليې له وزیر سره ملتیا وکړه.

د یاد کمېسیون مشرتابه د یکشنبې په ورځ د سرپل ولایت له والي او نورو مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو سره ناسته جوړه کړه او په هغې کې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو امارتي ځمکو د استرداد په اړه خبرې وشوې.

د عدليې وزارت سرپرست په یاده ناسته کې د موضوع په تړاو خبرې وکړې او دغه ولایت ته یې د کمېسیون د مشرتابه د سفر موخه بیان کړه. نوموړي وویل چې په تېرو کلنو کې امارتي ځمکې د غاصبینو له لوري غصب شوي او کمېسیون د یادو ځمکو تثبیت او استرداد ته ژمن دی.

په دغې ناسته کې د کمېسیون نورو غړو هم د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي په تړاو خبرې وکړې او د خلکو ترمنځ د یووالي او اتفاق او په ولایتونو کې د ځمکو د غصب د مخنیوي له تخنیکي هیئتونو سره د سیمه ییزو ادارو په همکاري ټینګار وکړ.

په دغې ناسته کې د سرپل ولایت مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو هم د یاد ولایت له تخنیکي هیئت او د ځمکو د غصب د مخنیوي  له کمېسیون سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون مشرتابه پلاوي په دغه ولایت کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې هم بررسي کړې او په دغې برخه کې د یاد ولایت تخنیکي هیئت ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۱۵:۳۰
Background image

په تېره یوه میاشت کې په ۲۱ ولایتونو کې د څه باندې ۲۳۲ زره جریبه امارتي ځمکې تثبیت

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون او تخنیکي هیئتونو يې په ولایتونو کې د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ذوالحجې د میاشتې په اوږدو کې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې کابو ۲۳۲ زره او ۱۸۰ جریبه امارتي. . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۱۵:۴۹
Background image

نشست هماهنگی میان ریاست عدلیه و وکلای مدافع ولایت پروان برگزار شد

د پروان ولایت د عدلیې ریاست او د یاد ولایت د مدافع وکیلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته د محرم الحرام د مياشتې په ۴ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د پروان ولایت د عدلیې رئیس مولوي حیات الله امين په. . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۱۵:۱۲
Background image

په لسو ولایتونو کې کابو ۲۴۰۰ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست، په مرکز او ولایتي امریتونو یې په نهه نورو ولایتونو کې ۲۳۸۰ تنو ته د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې وړاندې کړي دي.

دا برنامې د محرم الحرام د مياشتې په ۴. . .

BACK TO NEWS