د ۶ دولتي ادارو کارکوونکو ته د ۳ تقنیني سندونو تشرېح
عدليې وزارت، د تقنیني سندونو د تشرېح د ښوونیزې برنامې په څلورمې دورې کې درې تقنینی سندونه د شپږو وزارتونو او دولتي ادارو د حقوقي برخو کارکوونکو ته تشرېح کړل.
دغه برنامه د چهار شنبې په ورځ د لړم په ۱۴ نېټه د عدليې وزارت د قانون جوړونې او د علمي- حقوقي څېړنو د چارو انستیتیوت له لوري په تقنیني سندونو کې د څوګونو تعدیلونو د مخنیوي او د تقنیني سندونو په تسوید کې د حقوقو د نظام د پایښت د ساتنې په منظور د دې وزارت په مقر کې جوړه شوه.
په دې ښوونیزه برنامه کې د ملي دفاع د وزارت، د ستندرد د ملي ادارې، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت د وزارت، پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت د وزارت، د ملکي هوايي چلند د ادارې او د کابل ښاروالۍ د حقوقي برخو کارکوونکو ګډون کړی وه.
د عدليې وزارت د قانون جوړونې کارپوهانو د تقنیني سندونو له پړاوونو څخه د تېرولو قانون، د معلولینو د حقوقو او امتیازونو د قانون او د شهیدانو او ورکو شوو د پاتې کسانو د حقوقو او امتیازونو قانون د وزارتونو او دولتي ادارو د حقوقي برخو کارکوونکو ته تشریح کړل.
همدا راز په دې برنامه کې د تقنیني سندونو د لومړنۍ طرحې د تسوید او برابرولو بهیر او د دې سندونو له څوګونو تعدیلونو څخه د مخنیوي لپاره د رعایت وړ معیارونه تربحث لاندې ونیول شول.
ټاکل شوې ده دغه ښوونیزه برنامه په راتلونکو اونیو کې د نورو وزارتونو او دولتي ادارو د حقوقي برخو کارکوونکو ته جوړه شي.