د کارموندنې خبرتیا

Publish Date
Closing Date
د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو په منظور د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، د ژمن او وړ بشري ځواک د جذب او استخدام لپاره د عدلیې وزارت د طباخ (آشپز) اوومې رتبې (۱) بست چې (۱۵۰۰۰ تر ۱۸۰۰۰ افغانۍ) میاشتنی معاش لري، له ۱۴۰۴/۷/۱۲ څخه تر۱۴۰۴/۷/۲۲ هـ . ش نېټې پورې چې د ۱۴۴۷/۴/۱۱ تر ۱۴۴۷/۴/۲۱ هـ . ق سره سمون خوري د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.
د دندې عنوان: طباخ (آشپز)
بست: (۷)
وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت
اړوند څانګه: مالي او اداري ریاست
راپور ورکوونکی: د خدماتو آمریت
د پست موقعیت: کابل
د پست شمېر: ۱
میاشتنی معاش: (۱۵۰۰۰ تر ۱۸۰۰۰ افغانی)
مهارتونه:
- د وزارت کارکوونکو لپاره د هېواد هر ډول خوړو پخول؛
- طعام خانې مدیر مسؤول او د پېرودولو پلاوي ته په ټاکل شوي وخت د خوړو پخولو لپاره د اړتیا وړ توکو سنجش او سفارش؛
- د کارکوونکو د روغتیا د ساتنې او د ناروغیو د خپریدو د مخنیوي په منظور د پخلنځي او د پخلنځي د وسایلو د نظافت حفظ او رعایت؛
- د پخلنځي د وسایلو او کاري تجهیزاتو څخه مراقبت او د هغو له ضایع کېدو او ویجاړیدو څخه مخنیوی؛
- د اړوندو آمرینو خبرولو په منظور، له اړوندو فعالیتونو څخه د شفاهي راپور وړاندې کول؛
د استخدام شرایط:
کاري تجربه:
- لږ تر لږه درې کاله اړونده کاري تجربه
تحصیل:
- له فني او حرفوي مرکزونو څخه د فراغت سند درلودل؛
- له فن او حرفې سره سم د دندو ترسره کولو وړتیا درلودل؛
- په یوې رسمې (دري او پښتو) ژبه تسلط درلودل؛
په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، د تابعیت تذکره، تحصیلي سندونه او کاري تجربې) سره یوځای په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.