د کارموندنې خبرتیا

barekzai_admin
Sat, Oct 04 2025 12:09 PM
.

Publish Date

Closing Date

د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو په منظور د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، د ژمن او وړ بشري ځواک د جذب او استخدام لپاره د عدلیې وزارت د طباخ (آشپز) اوومې رتبې (۱) بست چې (۱۵۰۰۰ تر ۱۸۰۰۰ افغانۍ) میاشتنی معاش لري، له ۱۴۰۴/۷/۱۲ څخه تر۱۴۰۴/۷/۲۲ هـ . ش نېټې پورې  چې د ۱۴۴۷/۴/۱۱ تر  ۱۴۴۷/۴/۲۱ هـ . ق سره سمون خوري د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.

د دندې عنوان:  طباخ (آشپز)

بست: (۷)

وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت

اړوند څانګهمالي او اداري ریاست 

راپور ورکوونکی: د خدماتو آمریت

د پست موقعیت: کابل

د پست شمېر: ۱

میاشتنی معاش: (۱۵۰۰۰ تر ۱۸۰۰۰ افغانی)

مهارتونه:

  • د وزارت کارکوونکو لپاره د هېواد هر ډول خوړو پخول؛
  • طعام خانې مدیر مسؤول او د پېرودولو پلاوي ته په ټاکل شوي وخت د خوړو پخولو لپاره د اړتیا وړ توکو سنجش او سفارش؛
  • د کارکوونکو د روغتیا د ساتنې او د ناروغیو د خپریدو د مخنیوي په منظور د پخلنځي او د پخلنځي د وسایلو د نظافت حفظ او رعایت؛
  • د پخلنځي د وسایلو او کاري تجهیزاتو څخه مراقبت او د هغو له ضایع کېدو او ویجاړیدو څخه مخنیوی؛
  • د اړوندو آمرینو خبرولو په منظور، له اړوندو فعالیتونو څخه د شفاهي راپور وړاندې کول؛

د استخدام شرایط:

کاري تجربه:

  • لږ تر لږه درې کاله اړونده کاري تجربه

تحصیل:

  • له فني او حرفوي مرکزونو څخه د فراغت سند درلودل؛
  • له فن او حرفې سره سم د دندو ترسره کولو وړتیا درلودل؛
  • په یوې رسمې (دري او  پښتو) ژبه تسلط درلودل؛

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، د تابعیت تذکره، تحصیلي سندونه او کاري تجربې) سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.