د پکتیکا ولایت له عدلیې ریاست څخه ليدنه

waheed
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۱ - ۱۱:۴۷

د ولایتونو له عدلیې ریاستونو څخه د ليدنې او څارنې په لړ کې، د عدلیې وزارت د مالي او اداري رئیس مفتي فضل هادي ( صاحب زاده) په مشرۍ د بېلابېلو ادارو له رئیسانو او استازو څخه جوړ یو اته کسیزه پلاوي پکتیکا ولایت ته سفر وکړ.
دغه پلاوي، په سر کې د دې ولایت د عدلیې ریاست له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه او څارنه وکړه او د دې ریاست د کارکوونکو د مسلکي او اداري کړنو څرنګوالی وڅاره او وڅېړه. یاد پلاوي د دې ریاست د کارکوونکو ستونزې واورېدې او د هغو د حل په منظور لازم لارښوونه وکړه.
همداراز دغه پلاوي د استیناف د محکمې د رئیس، د ښاري محکمې د رئیس او د ښار جوړونې او اراضۍ د رئیس له حضور سره ګډه ناسته جوړه کړه او د عدلیې ریاست ستونزې د امارت د قضایاوو او د حقوقو د آمریت په برخه کې هغوي سره شریکې کړې.
په دغه ناسته کې د عدلیې ریاست او د اړوندو ادارو تر منځ پر زیاته همغږۍ ټینګار وشو او پرېکړه وشوه څو د محکمو، څارنوالۍ، د ښار جوړونې او اراضۍ ریاست، عدلیې ریاست، ښاروالۍ او د ولایت مقام له استازو څخه یو کمېسیون جوړ شي څو د ستونزو د رامنځته کېدو په صورت کې غونډې جوړې کړي او ستونزې په ګډ صورت کې حل کړي.
یاد پلاوي د ستونزو د حل او زیاتې همغږۍ په منظور د پکتیکا ولایت له والي مولوي صاحب عبدالله حسیني سره هم وکتل او د عدلیې ریاست ستونزې ورسره شریکې کړې. هغوي د پکتیکا له والي څخه وغوښتل چې د دې ولایت د عدلیې ریاست د امنیت تأمینولو په منظور ۱۰ تنه امنیتي ځواکونه توظیف کړي. د پکتیکا والي ژمنه وکړه چې د عدلیې ریاست ستونزو ته به رسېدنه وکړي. همداراز هغه له یاد پلاوي څخه وغوښت چې د عدلیې ریاست لپاره د امنیتي ساتونکو د توظیفولو په منظور وړاندیز برابر کړي او د منظورۍ لپاره د دې ولایت مقام ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۹
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندوز ولایت کې ۲ دارالوکالې د یو شمېر غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول

 په کندوز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په کندوز ښار کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د روژې د مياشتې په ۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دارالوکال. . .

BACK TO NEWS