د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه
د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه پنجشنې په ورځ، د دارالترجمو اړوند د روسي، او انګلیسي ژبو ژباړې د فعاليت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستلو برنامه د دغه وزارت په مقر کې جوړه کړه.
په دې برنامه کې د عدليې وزارت د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق او د عدلیې وزارت د داخلي پلټنې رياست مسؤولينو د ازموینې له بهیر څخه څارنه وکړه او په ترڅ کې یې د ژباړې د فعالیت د جواز ۹ تنو غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه.
د عدلیې وزارت د دارالترجمو اړوند ژباړونکو ته د فعالیت جواز د ویشلو په موخه، په منظم ډول له هغوی څخه ازموینه اخلي ترڅو وړ او با استعداده کسانو ته په اصولي او شفاف ډول جواز وویشل شي او د خلکو په کارونو کې هم آسانتیاوې رامنځته شي.
