د نړېوال سوداګرۍ د تقویت لپاره د باور جوړونې په بین الوزارتی ناسته کې د افغانستان د عدلیې وزارت وزیر ښاغلي جلالتماب داکتر عبدالبصیر انور د وینا بشپړ متن

سنگاپور، د اګسټ ۷ مه ۲۰۱۹
د کمیسیونونو مشرانو، د هېوادونو استازو، ښاغليو او آغلو!
غرمه مو پخیر!
اجازه راکړئ څو په پیل کې خپل د درناوي مراتب ښاغلي جلالتماب د عدلیې محترم وزیر شانموګم او د منځګړیتوب په تړاو د ملګرو ملتونو د کنوانسیون شانداره مراسمو د مدیره هیئت نورو قدرمنو غړیو ته وړاندې کړم.
خوښ یم چې د نړېوالې سوداګرۍ د تقویت لپاره د باور جوړونې په نننۍ ناسته کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په استازیتوب وینا کوم.
ښاغلو او آغلیو!
غواړم د څلورو اساسي موضوعاتو په تړاو چې د نننۍ ناستې اجنډا تشکیلوي، په لنډ ډول خپل توضیحات وړاندې کړم:
۱. باور جوړونه
په معاصره نړۍ کې نه یوازې د دولتونو ترمنځ بلکې د نړېوالو بنسټونو او ورته نورو خلکو ترمنځ په بېلابېلو برخو او په تېره بیا د نړېوالې سوداګرۍ په برخه کې د کافي باور نشتون یو له لویو ننګونو څخه شمېرل کېږي. د اړتیا وړ باور نشتون د هېوادونو او خلکو ترمنځ د همکاریو او متقابلو اړیکو د زیانمنیدو سبب ګرځي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د باور جوړونې له لارې د اقتصادي ثبات او هوساینې رامینځته کولو لپاره تر اوسه ګڼ شمېر کوټلي ګامونه پورته کړي او لازم اقدامات یې کړي دي.

خوشبختانه په وروستیو څو کلونو کې دغه هېواد د معاهداتو قانون او نړېوالو تړونونو سربېره، د سوداګرۍ نړېوال سازمان ۲۳ سندونه منلي او وروسته یې طی مراحل کړي دي، چې دا خپله له یوې خوا د نړېوالو نورمونو د رعایت په برخه کې د افغانستان جدیتوب ښيې او له بل پلوه، د سوداګرۍ نړېوال سازمان د غړیو هېوادونو د باور ترلاسه کولو لپاره زمینه برابروي.
دېته په پاملرنې چې څنګه کولی شو د پرمختګونو په برخه کې باور جوړونه وکړو؟ د افغانستان د اساسي قانون اوومه ماده دولت د ملګرو ملتونو د منشور، د بشري حقونو نړېوالې اعلاميې او د ټولو هغو نړېوالو تړونونو چې افغانستان پکې ښکېل وي، په رعایت مکلف کړی دی. په همدې توګه، د اساسي قانون لسمه ماده صراحتاً لیکي چې: دولت، خصوصي پانګې اچونې او خصوصي تشبثات د بازار د اقتصاد د نظام پربنسټ دقانون له حكمونو سره سم هڅوي، ملاتړيې كوي او مصئونيت يې تضمينوي. سربېره پر دې زموږ د اساسي قانون ۵۷ اوو پنځوسمه ماده د لا زیاتې باور جوړونې په موخه، د بهرنیو اتباعو حقوق او په هېواد کې ټولې خپلواکۍ تضمین او د ملاتړ ډاډ ورکوي.
د خلکو او نورو بنسټونو د باور ترلاسه کولو لپاره، افغان حکومت قانون جوړونې په برخه کې ډیرې تقنیني سندونه، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې قانون، معلوماتو ته د لاسرسي قانون او د اداري فساد په تړاو د راپور ورکونکو څخه د ملاتړ د قانون په ګډون تصویب کړي دي.
سربیره پردې افغان حکومت، د هغو ژمنو په رڼا کې چې د پرلپسې تړونونو په اساس افغانستان نړېوالې ټولنې او بهرنیو دولتونو سره کړي، د سوداګریزو او اقتصادي شخړو د ژر، عادلانه او بې طرفه حل لپاره د آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د سوداګرۍ حاکمیت قانون او د سوداګریز منځګړیتوب قانون تصویب کړی.
۲. د کثرت پالنې ارزښت او د نړېوال قانون حاکمیت
کثرت پالنه (ژبپالنه) نه یوازې د هېوادونو حاکمیت د شعاع لاندې نه راولي، بلکې د هېوادونو اقتصادي او ټولنیز پرمختګ پر وړاندې شته ننګونو سره د ګدې مبارزې لپاره زمینه هم برابروي. پر دې اساس، لکه څرنګه چې وړاندې مې هم یادونه وکړه، افغانستان تر اوسه د نورو تقنیني اسنادو سربېره، تر ۲۳ زیات کنوانسیونونه، تړونونه او نړېوالې معاهدې بررسي او په رسمي جریده کې خپور کړي دي. دا چاره د دې ښکارندويي کوي چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د نړېوالې ټولنې سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره لازم او ګټور اقدامات کړي دي. له نړېوالې ټولنې سره ورته توافقات نه یوازې د افغانستان لپاره ګټور او مؤثر دي، بلکې نور ملیتونه او هېوادونه هم کولی شي چې د یادو تعهداتو په ګټو کې شریک شي.
د نړېوالې ټولنې د لا ډېر باور ترلاسه کولو په موخه، افغانستان په نړېوالو برنامو، غونډو، نړېوالو ناستو او په ځانګړي ډول په لوړه سطحه ناستو کې ګډون کړی؛ د عدالت د ټینګښت او د قانون حاکمیت په برخو کې له نړېوالو نورمونو سره برابر لازم، ګټور او د اړتیا وړ هغه ټول اقدامات کړي. چې له دې جملې کولی شو د ګډو موخو د انکشاف لپاره د تاشکند په (بهار حقوق کنفرانس) او په هاګ کې د (د ټولو لپاره د عدالت د یو شان لاسرسي) په ناستو کې د افغانستان فعال ګډون یاد کړو.
د افغانستان حکومت د دې لپاره چې څنګه د نړیوال عدالت او قضایی سیسټمونو په چوکاټ کې د اشخاصو حقوقي اړتیاو ته رسیدګي وشي او همدارنګه د عدلي او قضايي خدمتونو د کیفیت د لوړولو او عدالت ته د ټولو لاسرسي، د قانون حاکمیت او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د فرصتونو برابرولو، د نابرابریو د له منځه وړلو او د پانګې اچونې لپاره د مناسبو فرصتونو رامنځته کولو په برخو کې د نړېوال سوداګرۍ سازمان د قانون د وضعې له لارې لکه د مستهلکینو د حقوقو د ملاتړ قانون، د تدارکاتو قانون، د ملي استندردونو او ګمرکاتو د قانون تصویب او پلي کول یاد کړو.
۳. د نړېوالې سوداګرۍ د حقوقي زیربناوو پیاوړتیا
لک څنګه چې د مؤثره قانوني جوړښتونو نشتوالی نشي کولی چې د عدلي او قضایي سکتور په وړاندې پرتې ننګونې له مینځه یوسي او د هیوادونو ترمینځ په سوداګریزو راکړو ورکړو کې هر اړخیز ثبات رامینځته کړي، همدا راز د دې ستونزې حل د لازمو قانوني زیربناؤ په نشتون کې امکان نلري. تر څو د دې شخړو او ستونزو د حل فرصتونه د سرحدونو ور ها خوا یا د یو هېواد له قلمرو څخه بهر برابر نه شي.
افغانستان د دغو زیربناؤ د جوړولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي، له دې جملې کولی شو د خصوصي پانګه اچونې څخه د ملاتړ قانون، د عامه او خصوصي مشارکت قانون یاد کړو. نړېوالې ټولنې او همکارو هېوادونو سره په ګډې همکارۍ د قوانینو په طرح او د زیربناؤ پیاوړي کولو لپاره د لازمو تدابیرو په نیولو سره تمه لرو څو سوداګریز فعالیتونه لا پراختیا ومومي او هر یو هیواد د خپلو ملي منافعو په رڼا کې د یادو چارو د پیاوړتیا لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
۴.د سنګاپور کنوانسیون
دا چې نړېواله سوداګري د ودې په حال کې ده، نو د سینګاپور کنوانسیون د یو مهم او کلیدي وسیلې په توګه کولی شي د غړیو هېوادونو ترمنځ د وصل د نقطې رول ولوبوي او د دوي پیوستون پیاوړی کړي. د دغه کنوانسیون غړي هېوادونه د هغه اجماع پر اساس چې یې جوړوي، د درېیم ګړي شخص په منځګړیتوب به خپلې ستونزې او شخړې حل کړي.
زه باوري یم چې، د سنګاپور د کنوانسیون په انفاذ او اجرايي کېدلو سره به په سوداګریزو برخو کې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا سربېره په افغانستان کې د سوداګرۍ لپاره لا ډیر فرصتونه برابر شي. خوشبختانه، زموږ په هیواد کې د عامه خدماتي پروژو، د لویو لارو د جوړولو، بندونه او د بریښنا د بندونو د تاسیساتو په برخو کې په ډېر اندازه کاري فرصتونه د پانګوونې؛ د عامه او خصوصي همکارۍ په شکل شتون لري.
د کانونو استخراج یو له لویو اقتصادي پروژو څخه کیدی شي چې د بهرنیو پانګووالو ته په افغانستان کې د پانګونې لپاره لاره پرانیزي او ددې فرصتونو سره نړیوال پانګووال به وکولی شي د افغانستان له محکمو څخه د کومې ویرې پرته خپل سوداګریز فعالیتونه پراخ کړي او که چیرې سوداګریزو ستونزو او شخړو سره مخ کيږي کولی شي چې خپلې ټولې ستونزې د دې کنوانسیون د احکامو په رڼا کې یې حل کړي.
له پاملرنې مو مننه!
ښه وخت