د عدليې وزیر د چیکي دفتر د عدالت پروژې له رئیس سره لیدنه اوخبرې وکړې
د هېواد د عدليې وزیر قانونپوه فضل احمد معنوي د چیکي دفتر د عدالت پروژې له رئیس اریک پوتزیک سره لیدنه اوخبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې د عدليې وزارت او د عدالت پروژې ترمنځ د همکارۍ سربیره ښاغلي پوتزیک په کابل او ولایاتو کې د عدليې وزارت ادارو ته له کرونا سره د مبارزې په موخه د روغتیايي مرستو د برابرولو او ویشلو په برخه کې چیکي دفتر له چمتوالي څخه ډاډ ورکړ.
د عدليې وزیر د دغه دفتر له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، وویل چې د عدلیې وزارت اړوند همکاران به په دې برخه کې له چیکي دفتر سره لازمه همغږي او همکاري وکړي.