په پکتیا ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۳۸
.

 د پکتیا ولایت عدلیې رياست د شوال د مياشتې په ۱۲مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په یاد ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستلو برنامه جوړه کړه.

د یادې برنامې په پرانیسته کې د پکتیا ولایت د عدلیې رئيس، مولوي فاتح الله فاتح  د ازموينې د شفاف والي ډاډ ورکړ او ټينګار یې وکړ چې عریضه ليکونکي دې د جواز له اخیستو وروسته خپل فعاليتونه د اصولو او قوانينو په رڼا کې ترسره کړي.

په یاده ازموينه کې چې د عدليې رياست او د نورو سيمه ایزو ادارو استازو ترې څارنه وکړه، د فعالیت د جواز ۱۶ تنو غوښتونکو برخه اخيستې وه.

د عدلیې وزارت په مرکز او عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې وخت په وخت د عریضه لیکنې د جواز له غوښتونکو څخه ازموينه اخلي، ترڅو وړ او با استعداد کسانو ته په قانوني او اصولي ډ‌ول جواز وویشل شي او هم د خلکو په کارونو کې آسانتياوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۴۵
Background image

عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۱۱ نوي جوازونه ويشلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکونکو د چارو رياست، د  تېر کال د حوت (کب) میاشتې په اوږدو کې ۱۱۱ تنو غوښتونکو ته د معاملاتو لارښوونې د فعالیت نوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۳۸
Background image

په پکتیا ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د پکتیا ولایت عدلیې رياست د شوال د مياشتې په ۱۲مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په یاد ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستلو برنامه جوړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۵
Background image

په پکتیا ولايت کې د موټر پلورنځيو او د معاملاتو لارښوونې د یو شمېر دفترونو بررسي او نظارت کېدل

 د پکتیا ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د شوال د مياشتې په ۱۳مه نېټه د سه شنبې په ورځ د ياد ولایت په مرکز، ګردیز ښار کې د موټر پلورنځيو او معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه. . .

BACK TO NEWS