د عدليې وزیر د مهاجرت د بین المللي سازمان (IOM) له لوی ریس سره وکتل او خبرې ورسره وکړې

waheed
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۳۰ - ۱۴:۲۴
د عدليې وزیر د مهاجرت د بین المللي سازمان (IOM) له لوی ریس سره وکتل او خبرې ورسره وکړې

۱۳۹۸ د چنګاښ ۲۹

د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدليې وزیر او د انسان له قاچاقو سره د مبارزې د عالي کمېسیون ریس جلالتمآب ډاکتر عبدالبصیر انور د  مهاجرت د بین المللي سازمان (IOM)  له لوی ریس لورینس هارت سره د خپل کار په دفتر کې وکتل او خبرې يې ورسره وکړې.

په دې کتنه کې دواړه لورو د انسان له قاچاقو او د مهاجرینو له قاچاقو سره د مبارزې او له دغې پدیدې سره د مبارزې په کار کې د عدليې له وزارت سره د دغه سازمان د مرستو په هکله خبرې وکړې.

په پای کې د مهاجرت د بین المللي سازمان (IOM)  ریس د عدليې له وزارت سره د زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۲:۴۹
Background image

د غزني ولایت د عدلیې ریاست او مدافع وکیلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړېدل

د غزني ولایت عدلیې رياست او مدافع وکيلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته، د جمادی الأولی د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د سه شنبې په ورځ د عدلیې رئیس مولوي مطیع الحق عثمان په مشرۍ او د یاد ریاست نورو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۱:۲۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یو شمېر موټر پلورنځيو نظارت کېدل

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جمادی الأولی د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز اړوند په پنځمه ناحيه کې له ۵ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۱:۲
Background image

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادی الألی د مياشتې په ۱۹ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د عدلیې رئیس مولوي فاتح الله فاتح او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

. . .

BACK TO NEWS