د عدليې وزارت په تېره یوه مياشت کې د ۱۷۲ عريضه‌ ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت کړی

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۴:۲۷
.

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د روان کال د قوس(ليندۍ) میاشتې په اوږدو کې په کابل ښار کې د ۱۷۲ عریضه ليکونکو له فعاليتونو څخه نظارت ترسره کړی دی.

د دغه نظارت په ترڅ کې د ۴ تنو عریضه ليکونکو فعاليت درول شوی چې په غيرقانوني بڼه یې فعالیت ترسره کاوه او پاتې نورو عریضه لیکونکو ته د موجودو ستونزو د لرې کولو په برخه کې لازمې توصیې وړاندې شوي دي.

همدارنګه، د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست د تېرې مياشتې په اوږدو کې د عریضه لیکنې د فعاليت د جواز له ۲۵  تنو غوښتونکو څخه ازموينه اخیستې او ۱۱ تنو ته یې د فعاليت نوي جوازونه ورکړي دي. دغه راز په همدې موده کې د ۴۲ تنو عریضه لیکونکو جوازونه تمدي شوي دي.

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست په مرکز او ولایتي آمریتونه یې په ولایتونو کې په منظم ډول اړوندې برخې نظارت او بررسي کوي تر څو له غیر قانوني فعاليتونو څخه مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۳۰
Background image

په کابل ښار کې له ۲۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د محرم د میاشتې په ۲۹مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ۲۰ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۱۸
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د میدان وردګ ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د صفر المظفر د مياشتې په ۳مه نېټه د ‌شنبې په ورځ په دغه ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۷
Background image

په بغلان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځیو له ۲۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د بغلان ولایت د عدليې ریاست مؤظف نظارتي پلاوي د صفر المظفر د مياشتې په ۴مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، پلخمري ښار کې د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځیو له ۲۶ دفترونو. . .

BACK TO NEWS