د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو د آمریت او د کندز ولایت د استیناف محکمې ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۳۸
.

 د کندوز ولایت د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمر او د یاد ولایت د عدلیې رياست د حقوقي مرستو آمریت مسؤولینو د روژې د مياشتې په ۱۵ مه نېټه د شنبې په ورځ، د یاد ولایت د استیناف محکمې له رئیس مولوي نور محمد نوري سره وکتل.
په دې کتنه کې، د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت د کندز ولایت په محکمو کې د مدافع وکيلانو او د حقوقي مساعدينو د شته ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او د حل په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کندز ولایت د استیناف محکمې رئیس، د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت او د عدلیې رياست فعالیتونه او کړنې وستایلې او په محکمو کې یې د اړوندو برخو ستونزو ته د رسيدګۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS