د بشری سرچینو ریاست

د بشري سرچينو رياست د افغانستان اسلامې امارت په عدليې وزارت کې يو مهم او اړين رياست دی.

دغه رياست په ۱۳۸۸ه.ش کال له مالي او اداري رياست څخه بيل او په خپلواک ډول د عدليې وزارت په چوکاټ کې رامنځته شو، چې د وزارت بشري قوې مسؤوليت په غاړه لري.

د بشري سرچينو رياست تشکيل:

دغه رياست د ۱۴۰۱ ه.ش کال په منظور شوی تشکيل کې( ۵ )پنځه آمريتونه او يود اداری لوی مديريت لرونکی دی چې هر آمریت لاندی دندې او مسولیتونه لري.

د ګمارنې آمريت

 د دې آمريت په تشکيل کې څلور عمومي مديريتونه څلورم رتبه بستونه دي چې عبارت دي له: د مرکزي ګمارنې عمومي مديريت، د ولايتې ګمارنې عمومي مديريت، د مرکزي او ولايتې قراردادي کارکونکو د ګمارنې مديريت او د ګمارنې او آزموينو د کميټې عمومي مديريت؛ چې له دې څخه د مرکزي او ولايتې ګمارنې عمومي مديريتونه په خپل تشکيل کې يو يو( ۵ )رتبه  بست غړي لري.

د سوانحو د ډيټابس او د کړنو ارزونې آمريت

 دغه آمريت (۳) څلورم رتبه عمومي بستونه لري، چې عبارت دي:  

د سوبتيا(حاضری) عمومي مديريت، د کارکونکو دکړنو ارزونې عمومي مديريت، مرکزي او ولايتي سوانحو او ډيټابس عمومي مديريت، او (۵) د مديريت بستونه (د سوبتيا( حاضرۍ) مديريت، مرکزي سوانحو مديريت،ولایتی سوانحو مدیریت  د ډيټابس عمومي مديريت غړي او  او د کړنو د ارزونې عمومي مديريت غړي) لري او همدارنګه مرکزي سوانح، ولايتې سوانح او د سوبتيا(حاضري) مديريتونه يويو(۶) رتبه بست مامورین لري.

د انکشاف ادارې او تشکیلاتوآمريت

 د غه آمريت(۲) عمومي څلورم بست مديريتونه لري چې عبارت دي له :

د تشکيلاتي پلان جوړونې عمومي مديريت او د دندو او تشکيل جوړونې ،تحليل او دتصنيف عمومي مديريت؛ چې هر مديريت يويو(۵) رتبه بست غړي لري.

د زدکړو او ظرفيتونو د لوړولو آمريت

دغه آمريت يو څلورم رتبه عمومي مديريت (د طرحو او زده کړيزو پلانوو پلې کولو) بست لري؛ چې يو (۵م) رتبه بست د اړتيا سنجونې غړی، نظارت، ارزونې او د زده کړيزو پروګرامونو ډيټابس او (۳) شپږم رتبه بستونه د ښونکو( څلور حقوقي ښوونکي، يو مالي او اداري ښوونکی، يو د کمپيوټر او انګليسي ژبې ښوونکی) لري.

د کارکوونکو د اړيکو آمریت

دغه آمريت يو (۳)رتبه بست ډاکتر، يو(۴) رتبه بست د ډاکټر مرستيال او يو (۵) رتبه بست د اختلافاتو او شکايتونو ته د رسېدنې مدير لري.

د اداری لوی مديريت

دوه پنځم رتبه بستونه: د راپورونو راټولو او توحيدونو مديريت او د اداری لوی مديريت غړی لري.

د بشري سرچينو رياست بنسټېزه او ټوليزه (عمومي) موخه:-

د عدليې وزارت د چارو ترسره کولو او د موخو ترلاسه کولو په پار د لايقو او وړ بشري قوې جذبول، روزل او پرمختګ ورکول دي.

د بشري سرچينو رياست بنسټيزې دندې:-

- په ټاکلې وخت کې په ټولو اداري چارو کې د ټولو کاري قوانينو، تګلارو او لارښوونو پلې کول.

-  د رياستونو د کار حجم مشخص کول، د څانګو ټاکل، ددندو تحليلول او هر بست ته د کاري لوایحو برابرول.

-  د هر رياست  او څانګې د کاري حجم او اړتياوو ته په کتو بشري سرچينو تشکيلاتې پلان جوړول.

- مرکزي او ولايتي کارکوونکو ته د سوانحو دفنر جوړول او د هغو ساتل ؛

- د عمرزياتوالي، څلويښت کاله پرله پسي خدمت او د اوږد مهاله ناروغي له کبله د مرکزي او ولايتي کارکوونکو د تقاعد اجرا کول ؛

- د بشري سرچينو د رياست په ډيټابس کې د مرکزي او ولايتي کارکوونکو د سوانحو رسول او په ټاکلې وخت کې اړوندو مراجعو ته په واک کې ورکول؛

- په ټاکلي وخت کې د کارکوونکو د سوبتيا(حاضرۍ) کتاب کنټرول او د کارکوونکو د سوبتيا مياشتني راپور د معاشونو د ورکړې  به پار وړاندې کول.

- د کارکوونکو د کړنو د ارزونې د ليدنې مديريت کول، د امرونو د پلې کولو په پار تصميم نيول او پايلوته په کتو د قدم يا ترفيع ورکول؛

- د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو په پار د زدکړيزو اړتياوو څيړل او تنظيمول، په داخلي او بهرنېو زدکړيزو پروګرامونو کې د کارکوونکو ورپيژندل؛

- د کارکوونکو د روغتيا او مصؤنيت په پار د عاجلو ناروغانو درملنه يا بهرنيو روغتونونوته ورپيژندل او اړوند مسايلو مديريتول؛

- د اختلافاتو د حلولو د کميټې په مرسته د کارکوونکو شکايتونو ته رسيدل ؛

د بشري سرچينو رياست په ۱۴۰۱ ه.ش کال کې  (۴۱)  بستونه کارکوونکي او (۶) بستونه خدماتي کارکوونکي (صفا کار، خانه سامان او موټرچلوونکی) لري.