د انسان له قاچاقو سره د مبارزې کمېسیون د تخنیکي کمېټې نهمه غونډه جوړه شوه

waheed
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۵ - ۱۴:۴۵
.

د انسان له قاچاقو او د مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې کمېسیون د تخنیکي کمېټې نهمه غونډه د بشر د حقوقو څخه د ملاتړ د رئیس او د انسان له قاچاقو او مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې د عالي کمېسیون د سکرتریت د مسؤل په مشری جوړه شوه.

په دې غونډه کې د انسان له قاچاقو او د مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې عالي کمېسیون د تخنیکي کمېټې د غړو استازو له جملې څخه د ملګرو ملتو د سازمان له نشه يې توکو او جرم سره د مقابلې د دفتر (UNODC)استازي، د مهاجرت د بین المللي سازمان د دفتر (IOM) استازي او په کابل کې د یونیسف د دفتر استازي ګډون درلود.

نهمین جلسه کمیته تخنیکی کمیسیون مبارزه باقاچاق انسان  برگزار شد

په دې غونډه کې د انسان له قاچاقو او د مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې د عالي کمېسیون د سکرتریت مسؤل د انسان له قاچاقو او د مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې د عالي کمېسیون د درې کلن(۱۳۹۷تر ۱۳۹۹) د ملي عمل د پلان د ارزونې او د پاتې فعالیتونو د تطبیق د څرنګوالي په باره کې خبرې وکړې.

په دې غونډه کې دغه راز د ارزونې او اړیکو له درج سره د درې کلن عمل د پلان د ستونونو د پراختیا، طرحې، اغیزمن فعالیت، مشارکت او همکارۍ، اغیزمنتوب، نفوذ، کاري استقامت، د بشر د حقوقو او جنسیت، سرچینو، بودیجې او د انسان له قاچاقو او د مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې د خطرونو د ساحې په باره کې خبرې وشوې.

ټاکل شوې ده د دې کمېسیون د انسان له قاچاقو او د مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې د ملي عمل د پلان مفصل رپوټ د کمېټې په راتلونکې غونډه کې وړاندې او و څېړل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۵۲
Background image

په سمنګان ولایت کې د څه باندې ۲۲ جریبه امارتي ځمکې تشخيص کېدل

 د سمنګان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذی‌الحجې د مياشتې په ۴مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د ذی‌الحجې د مياشتې په ۵ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۲۱
Background image

په بلخ ولایت کې د څه باندې ۶۰۰ جریبه امارتي ځمکه تشخيص

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذی‌الحجې د مياشتې په ۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د البرز ولسوالۍ. . .

BACK TO NEWS