د اصلاح د مرکزونو ریاست له مسؤلانو او کارکوونکو سره د مخه ښې مراسم پرځای شول

waheed
شنبه ۱۳۹۹/۳/۲۴ - ۲۰:۲۳
.

د عدليې وزارت د اداري معین سید محمد هاشمي، د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د رئیس محمد صدیق صدیقي، د تقنین لوی رئیس عبدالمجید غني زاده، د حقوقي مساعدتونو د لوی رئیسې عزیزې عدالت خواه، د خپرونو او عامه اړیکو د رئیس محمد رحیم دقیق، د کورنې پلتنې د رئیس عبدالغیاث الیاسي او د اصلاح د مرکزونو ریاست د کارکوونکو په شتون د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو ریاست مسؤلانو او کارکوونکو سره د مخه ښې مراسم پرځای شول.

د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو مسؤلیت په دې وروستیو وختونو کې د عدليې د وزارت څخه د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې ته سپارل شوی دی

.

د عدليې وزارت اداري معین په دغو مراسمو کې په کابل  او ولایتونو کې د دغو مرکزونو د معیاري کولو په کار کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو ریاست له کړوړو څخه قدرداني وکړه.

هغه وویل د عدليې وزارت په هغې موده کې چې د دغو مرکزونو مسؤلیت درلود وکولاې شول په ۱۳ ولایتونو کې د افغانستان د دولت او د ځینو  بین المللي بنسټونو په بودیجې سره له قانون څخه د سرغړونکو ماشومانو د اصلاح او ساتنې لپاره معیاري ودانۍ جوړې کړي. دغه راز دغه وزارت په دې بریالی شوی دی د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اصلاح په مرکزونو پورې اړوندې ځمکې برابرې کړي.

.

د عدليې وزارت اداري معین دغه لاسته راورنې د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو ریاست د مسؤلانو د کار محصول وبالل او هیله يې څرګنده کړه چې د زندانونو د چارو د تنظیم اداره هم وکولاې شي په دې برخه کې زیات کارونه تر سره کړي.

د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو رئیس محمد صدیق صدیقي هم وویل چې د عدليې له وزارت څخه د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې ته د دغو مرکزونو د مسؤلیت او دهغه د کارکوونکو د لېږدونې تصمیم د آزادۍ د سلب په مرکزونو پورې د اړوندو چارو د ښه سمون لپاره نیول شوی دی او هغوې د دغو مرکزونو د ښه والي لپاره د کار په سره  تر کولو ژمن دي

.

په ټول هېواد کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې، له قانون څخه سرغړونکي ماشومان او په حجز محکوم ماشومان ساتل کېږي او تر اصلاح او روزنې لاندې نیول کېږي.

د دغو مرکزونو مسؤلیت د تیرو کلونو په بهیر کې د عدليې وزارت پرغاړه وو او د ۱۳۹۸  کال د مرغومي په ۲۵ نېټه دغه مسؤلیت د جمهور رئیس د یو فرمان پربنسټ د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې ته وسپارل شو

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۳:۵۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۷۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

 د ننګرهار ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

په کابل ښار کې د خیریه بنسټونو او اتحادیو ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست نظارتي پلاوي، د روان کال جوزا (غبرګولي) مياشتې په ترڅ کې په کابل ښار کې د ۹ اتحادیو، ۱۰ خیریه بنسټونو او د یوې شورا فعاليتونه نظارت او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۴۷
Background image

د کاپيسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د کاپيسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۷ مه نېټه، د سه‌شنبې په ورځ، د کاپيسا ولایت د عدليې رئیس مولوي عبدالقدیر عابد په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

BACK TO NEWS