د عدلیې وزیر د قضائیه قوې د تشکیل او واکونو د قانون نوې طرحه د ولسي جرګې ته وروپیژندله

waheed
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۳۰ - ۱۰:۵۲
.

د هېواد د عدليې وزیر ډاکتر عبدالبصیر انور د روان کال د مرغومې د میاشتې په ۲۸ نېټه د شنبې په ورځ د قضائیه قوې د تشکیل او واکونو د قانون نوې طرحه د ملي شورا ولسي جرګې ته وروپیژندله.

هغه د دغې طرحې د ورپیژندنې په وخت کې وویل چې د دې قانون نوې طرحه په قضايې دستګاه کې د فساد د پدیدې د مخنیوي په منظور ترتیب شوې ده او هم يې له فساد سره د مبارزې په موخه قاضیانو ته زیات واکونه ورکړي دي.

د عدليې وزیر دغه راز وویل چې د دې قانون بنسټ به د هېواد د قضايې جوړښت د پرمختیا په برخه کې د اساسي قانون او د قضايې نظام مؤلفې په پام کې نیولو سره، اغیزمن ګامونه واخیستل شي.

هغه زیاته کړه چې په نوې طرحه کې له درج شوو اصطلاح ګانو مشخص تعریفونه شوي دي او د سترې محکمې د رئیس او د اړوندو دیوانونو واک او دندې، په واضح ډول تشریح شوې دي.

ډاکتر عبدالبصیرانو وویل چې دغه قانون د قاضیانو د ټاکنو، بدلونونو، استعفا، حقوقو او امتیازونو، خوندیتوبونو او واکونو په هکله بحث کوي.

هغه زیاته کړه چې د قضائیه قوې د تشکیل او واکونو د قانون طرحه په ۷ فصلونو او ۸۹ مادو کې ترتیب شوې ده. او د محکمو د تشکیل او واک تنظیم، د قاضیانو د ذاتي چارو تنظیم او د قاضیانو جرمونو ته د رسیدګۍ څرنګوالی د دې قانون له موخو څخه دي.

د یادونې ور ده چې دغه طرحه څه موده مخکې د کابینې او د قانون د واکمنۍ د عالي شورا له لوري هم تائید شوې وه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۵۶
Background image

په پکتيکا ولایت کې د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له یو شمېرغوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د پکتيکا ولایت د عدلیې رياست د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له ۲۰ تنوغوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموينې اخيستلو برنامه د یاد رياست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۴۷
Background image

په بغلان ولایت کې د عدلیې ریاست او یو شمېر عریضه لیکونکو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د بغلان ولایت د عدلیې رياست مسؤولينو د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۵ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت له یو شمېرعريضه ليکونکو سره د ياد رياست په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۳۵
Background image

د نیمروز ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د نیمروز د عدلیې ریاست اداري ناسته د جمادي‌الأولی د مياشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د عدليې رئیس، مولوي عبدالوارث خلیل په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
پ. . .

BACK TO NEWS