د داوطلبۍ خبرتیا

barekzai_admin
.

Publish Date

Closing Date

موضوع: د ۴۹ قلمه پرزه جاتو د پروژې د داوطلبۍ خبرتیا:

د عدليې وزارت له ټولو واجدو شرايطو داوطلبانو څخه غوښتنه کوي، څو د ۴۹ قلمه پرزه جاتو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

ټول ليوال داوطلبان کولای شي چې د يادې داوطلبۍ غوښتنپاڼه د یاد وزارت د تدارکاتو له آمریت څخه د (۵۰۰) افغانیو په بدل کې ترلاسه کړي. د فورمې د ترلاسه کولو وروسته، داوطلبان مکلف دي چې خپلې غوښتنپاڼې په منظم ډول تيارې کړي او تر ۱۴۰۴/۶/۱ نېټې، د شنبې ورځ پورې چې د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه ده د یاد وزارت د تدارکاتو آمریت ته وسپاري.

د يادونې وړ ده چې د آفر تضمین باید د بانکي تضمین یا نغدو پیسو په ډول وړاندې شي، چې اندازه یې اتیا زره (۸۰۰۰۰) افغانۍ ټاكل شوې ده، دا تضمين د داوطلب د مالي وړتيا ښکارندويي کوي او هغه آفرونه چې د ټاكلي تضمين پرته وړاندې شي د منلو او اعتبار وړ نه دي.

د آفرونو پرانست غونډه به له پورته يادې شوې نېټې سره سم د سهار ۱۰:۳۰ بجې د عدليې وزارت د تدارکاتو آمریت په داخل کي ترسره کيږي، له ټولو داوطلبانو څخه هيله کېږي چې په ټاکلي وخت کې به حاضر وي.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۹:۳۹
Background image

د قرارداد د ورکړې تصمیم خبرتیا

 د عدلیې وزارت په پام کې لري، د خپل د اړتیا وړ  (۱۵۰) قلمه درملو (ادویه جات) د تدارک پروژه د کابل ښار، د قلعه فتح الله په دوهم سړک کې د قیس هوتک لمېتد سوداګریز شرکت ته چې د (۱۱۹۸۲) شمېر . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

د عدليې وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د وزارت د اړتیا وړ د (۷) قلمه کمپیوټرونو او پرنټرونو د تدارک پروژې په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د شرطنامې یو نقل د . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۱۸
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

د عدليې وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د وزارت د اړتیا وړ د (۷۹) قلمه مطبوع او غیر مطبوع قرطاسیې د تدارک پروژې په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د شرطنامې یو . . .

Back to tenders