د مدافع وکیلانو د ارزونې بهیر د ۵۷ دورې په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

barekzai_admin
.

د هېواد په کچه ټولو مدافع وکیلانو ته خبر ورکول کېږي، د مدافع وکیلانو ریاست د ذوالقعدې د میاشتې په ۷ مه نېټه چې د غویي (ثور) د میاشتې له ۱۵ نېټه سره سمون خوري د دوشنبې په ورځ، د ۱۲ تنو نورو مدافع وکیلانو ارزونه د هغوی د جواز لیکونو د نوي کولو په منظور پیلوي.

له همدې امله هغه مدافع وکیلان چې پخوا یې د ارزونې په بهیر کې د ګډون لپاره خپل غوښتنلیکونه د مدافع وکیلانو د ریاست اداري مدیریت ته سپارلي دي، له لاندې جدول سره سم د نوملړ د پرله پسې شمېرې پر بنسټ د سهار ۹ بجی د عدلیې وزارت د مسلکي معینیت د ودانۍ مقر ته حاضر شي.

دغه راز په ټاکل شوې ورځ د مدافع وکیلانو شتون حتمي او لازمي دی او د ازموېنې په صحن کې د غیابت او نه حاضرېدو په صورت کې  هغوی ته دوه ېم چانس نه ورکول کېږي.

محترم وکیلان دې خبر وي.

د ۵۷ دورې د مدافع وکیلانو نوملړ په لاندې ډول دی.

.

 

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د دفاع وکالت د ورودي ازموينې د شپږمې دورې د پایلو اعلام

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینه د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د ثور (غويي) د میاشتې په ۱۵مه نېټه د ۶۹۸ تنو په شرایطو برابرو متقاضیانو په ګډون . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۰
Background image

د عدلیې وزارت د دوو مرکزي ریاستونو د انتقال په اړه د یاد وزارت خبرتیا

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کابل د امارت د قضایاوو ریاست ټولو مراجعینو ته خبر ورکول کېږي، چې د حقوقي مرستو ریاست د دارالامان په سیمه کې د عدلیې وزارت له مرکزي ساختمان څخه د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۱
Background image

د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې د اخیستو په هکله د عدلیې وزارت خبرتیا

 د دفاع وکالت هغو غوښتونکو ته چې مخکې له دې یې د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې تېرولو لپاره نوم لیکنه کړې او نومونه یې په وروستي فهرست کې شامل دي خبر ورکول کېږي چې د دفاع . . .

Back to announcements