د داوطلبۍ خبرتیا

Publish Date
Closing Date
د عدليې وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د دغه وزارت د اړتیا وړ تقنیني سندونو او رسمي جریدې د چاپ او خپرولو پروژې د تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د اړوندې شرطنامې نقل د (۵۰۰) افغانیو په بدل کې د اعلان د خپریدو له نېټې څخه تر۲۱ تقویمي ورځو پورې د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي، د آفر پرانیست غونډه د ۱۴۰۴/۲/۱۷نېټه د چهارشنبې په ورځ د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د عدليې وزارت په دوه یم پوړ، کین لور د تدارکاتو په آمریت کې ترسره کیږي.
له داوطلب څخه د آفر تضمین دو سوه دېرش زره (۲۳۰۰۰۰) افغانۍ بانکي تضمین یا نغدې پیسې اخیستل کېږي، ناوخته رارسیدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.