په کندز ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

په کندز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د شعبان د میاشتې په ۲۳ مه نېټه د شنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز کې له ۶ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د ياد نظارت په ترڅ کې يوه دارالوکاله د غير قانوني فعاليت له امله وتړله او د پاتې نورو دارالوکالو متصديانو ته د شته نيمګړتياو لرې کولو او د کاري چارو ښه پر مخ وړلو په موخه لازمې توصيې وکړې.
همدارنګه، د دغه نظارت په ترڅ کې مدافع وکيلانو هم خپلې شته ستونزې له نظارتي پلاوي سره شريکې کړې او د حل غوښتونکي شول چې د حل په برخه کې ډاډ ورکړل شو.