په پروان ولایت کې څه باندې ۱۴ زره جریبه امارتي ځمکه استرداد شوې ده

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۰:۲۳
.

 د پروان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت د رجب المرجب د میاشتې په ۱۲ مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت له والي مولوي محمد ادریس انوري سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه.

په دې ناسته کې د پروان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت رئیس، مولوي روح الله روحاني د ولایت له مقام سره د دغه هیئت د لاسته راوړنو او فعالیتونو راپور شریک کړ.

نوموړي وویل چې د یاد هیئت د فعالیت له پیل راهیسې څوارلس زره نوي (۱۴۰۹۰) جریبه امارتي ځمکې له بررسۍ او تثبیت څخه وروسته او د مرکزي کمېسیون د پرېکړې  او یا د امارتي توب پر مبنا یې د متصرفانو د اعتراف په اساس استرداد او اړوندو ادارو ته تسلیم شوي دي. د هغه په وینا، کابو اته زره (۸۰۰۰) جریبه نورې ځمکې بیا د هيئت تر بررسۍ لاندې دي.

په ورته مهال، د پروان والي مولوي محمد ادریس انوري د هیئت لاسته راوړنې وستایلې او یاد هیئت ته یې د لا زیاتې همکارۍ او مرستې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۱:۴۹
Background image

د لوګر ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لوګر ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د رجب المرجب د میاشتې په ۱۴ مه نېټه چهارشنبې په ورځ، د لوګر ولایت د عدلیې رئیس مولوي عبدالمالک مبرور په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۱:۳۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۸ دارالوکالو نظارت او بررسي

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د رجب المرجب د مياشتې په ۱۴ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۸. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۰:۲۳
Background image

په پروان ولایت کې څه باندې ۱۴ زره جریبه امارتي ځمکه استرداد شوې ده

 د پروان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت د رجب المرجب د میاشتې په ۱۲ مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت له والي مولوي محمد ادریس انوري سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه.

په دې. . .

BACK TO NEWS