په ننګرهار ولایت کې د ۸ دارالوکالو نظارت او بررسي

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۱:۳۷
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د رجب المرجب د مياشتې په ۱۴ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۸ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.

مؤظف پلاوي، د یادو دارالوکالو نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د ستونزو او نیمګړتیاو د لرې کولو په هکله یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۱:۴۴
Background image

د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې په ۷ ولایتونو کې د څه باندې ۸۰ زره ۲۶۳ جریبه امارتي ځمکې استرداد

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د روژې د میاشتې په اوږدو کې په هلمند، لوګر، بامیان، جوزجان، پروان، دایکندي او کندهار ولایتونو کې څه باندې اتیا زره دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۹:۲۹
Background image

د غزني ولایت د عدلیې ریاست او د معاملاتو لارښونو دفترونو د یو شمېر استازو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

 د غزني ولایت د عدلیې ریاست او د یاد ولایت د معاملاتو لارښوونې د یو شمېر استازو ترمنځ د همغږۍ ناسته د شوال د مياشتې په ۱۰ مه نېټه د سه شنبې په ورځ، د عدلیې رئيس مولوي مطيع الحق عثمان په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د کنړ ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د کنړ ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د شوال د مياشتې په ۱۱ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي روح الله روحاني په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په. . .

BACK TO NEWS