د یوناما له استازی سره د ننګرهار ولایت د عدلیې رئیس لیدنه

waheed
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۹ - ۱۲:۳۷

د ننګرهار ولایت د عدلیې رئیس، مولوي صاحب فاتح الله فاتح، د ۱۴۰۰ د کب ۱۶ د دوشنبې په ورځ، د ختیځ زون لپاره د یوناما دفتر د بشر د حقوقو له مسؤول سیل ویستر سره وکتل او خبرې اترې وکړې.
په دې ناسته کې، د عدلیې رئیس د دې ریاست د کاري ساحې په هکله هغه ته بشپړ معلومات وړاندې کړل، نوموړي وویل چې د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د څلورو آمریتونو لرونکی دی چې د هر یوه کاري ساحه توپیر لري.
د یوناما استازی د بشر د حقوقو په ځانګړي ډول د ښځو د حقوقو، انساني آزادیو او نورو موضوعاتو په برخه کې ځینې پوښتنې مطرح کړې چې د ښاغلی فاتح له لوري د خپل کاري ساحې په حدود کې معقول او منطقي ځوابونه وړاندې شول.
د عدلیې رئیس وویل چې د واقعي عدالت د تأمینولو په منظور د ښځو په حقوقو پورې اړوند په ټولو قضیو کې چې د اسلامي امارت عدلي او قضایي ارګانونو ته استول شوي دي، له شریعت او د افغانستان اسلامي امارت له اصولو سره سم پرېکړه شوې ده او د اسلامي امارت ټول مسؤولین د ښځو د حقوقو په هکله د امیرالمؤمنین وروستۍ فرمان ته، ژمن دي.
په دې لیدنه کې، د یوناما استازی له اسلامي امارت او د افغانستان خلکو سره د مرستې او همکاري ژمنه وکړه نوموړي وویل چې یوناما له اسلامي امارت سره په ټولو برخو کې همکار دی او له اوسنۍ نظام سره تعامل او همکارۍ ته ژمن دی

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۴۹
Background image

په کندوز او تخار ولایتونو کې د سرو زرو ۱۶ پلورنځي د غیرقانوني فعالیتونو له امله وتړل شول

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رئيس، مفتي احمد ضيا خبیب په مشرۍ يو پلاوی د افغانستان د زرګرانو اتحادیې د مسؤولينو په ملتيا د بغلان، سمنګان، جوزجان، کندوز، فاریاب، بلخ، سرپل، بدخشان او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۳:۴
Background image

د عدلیې وزارت په مدرسة العدالة کې د حدیثو لویې دورې او د نورو درجو د درسونو پیل

 د عدلیې وزارت په مدرسة العدالة کې د شوال د میاشتې په ۲۹مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د حدیثو لویې دورې د پنځمې دورې په شمول او د نورو درجو درسونو پیل او په رسمي توګه د یاد وزارت د مقاماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۵۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې یوه دارالوکاله د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شوه

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د شوال د مياشتې په ۲۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له یو شمېر. . .

BACK TO NEWS