په کابل ښار کې ۶ دارالوکالې د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شوې

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.
دغه نظارت او بررسي د ربیعالآخر د مياشتې په ۹ او ۱۱مه نېټه د پنجشنبې او شنبې په ورځو کې ترسره شوې، په ترڅ کې یې ۲۹ دارالوکالې د نظارتي پلاوي لخوا بررسي شوې چې په پایله کې یې ۶ دارالوکالې د یو شمېر غيرقانوني فعاليتونو له امله وتړل شوې.
همدارنګه نظارتي پلاوي پاتې نورو دارالوکالو نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې کړې او د حل په برخه کې یې د هغو متصديانو ته لازمې توصيې وکړې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غیر قانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.