په پکتیا ولایت کې د یو شمېر خيريه بنسټونو، اتحادیو او د معاملاتو لارښوونې له دفترونو څخه نظارت ترسره شو
د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجبالمرجب د مياشتې په ۲۷مه نېټه د شنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د یو شمېر خيريه بنسټونو، اتحادیو او د معاملاتو لارښوونې له دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.
مؤظف نظارتي پلاوي د یادو خیریه بنسټونو، اتحادیو او د معاملاتو لارښوونې د دفترونو د فعالیت جوازونه، د فعالیتونو راپور او نور اسناد بررسي کړل چې په ترڅ کې یې ۱ خيريه بنسټ، ۲ اتحادیې او د معاملاتو لارښوونې ۱ دفتر د غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.
