د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۰:۵۳
.

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د رجب‌المرجب د میاشتې په ۲۸ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، وخت او حاضرۍ ته د پابندي کولو، په وخت د چارو د اجرا، د اخلاص درلودلو، د کارکوونکو ترمنځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.

په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.

د عدلیې رئیس د یاد ریاست له کارکوونکو سره ژمنه وکړه چې د هغوی د ستونزو د لرې کولو په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۱:۳
Background image

په پکتیا ولایت کې د یو شمېر خيريه بنسټونو، اتحادیو او د معاملاتو لارښوونې له دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۷مه نېټه د شنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د یو شمېر خيريه بنسټونو، اتحادیو او د معاملاتو لارښوونې له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۱:۰
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۷مه نېټه د شنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۰:۵۳
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د رجب‌المرجب د میاشتې په ۲۸ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

BACK TO NEWS