په ننګرهار ولایت کې د ۴ خیریه بنسټونو له فعالیتونو نظارت ترسره شو

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذیالحجې د میاشتې په ۱۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په درېیمه ناحيه کې د خیریه بنسټونو له ۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
په دغه نظارت کې د دغو بنسټونو اړوند د فعالیت جوازونه، اساسنامې، د اداري فعالیتونو راپورونه، د مرستو د وېش څرنګوالی او نور موارد بررسي شول او په ترڅ کې یې د هغو یو شمېر نيمګړتياوې مشخصې شوې.
نظارتي پلاوي، د خيريه بنسټونو متصديانو ته د دغو نيمګړتياوو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وړاندې کړې.
همدارنګه، نظارتي پلاوي د خيريه بنسټونو له مسؤولينو څخه غوښتنه وکړه چې مرستې دې په اړمنو کسان وويشي، د مرستو د ويش پر مهال د افرادو درناوی وساتي او انساني کرامت په پام کې ونیسي او افغاني ارزښتونو ته پاملرنه وکړي.
د یادونې ده چې د عدلیې رياست په یاد ولایت په منظم ډول له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غیرقانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.