په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو
په ننګرهار ولایت کې د یاد ولایت د عدلیې ریاست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د شعبان د میاشتې په ۲مه نېټه، د چهارشنبې په ورځ، د جلالاباد ښار په پنځمه ناحیه کې د معاملاتو د لارښوونې له ۹ دفترونو او ۱ استوګنیز بلاک څخه نظارت ترسره کړ.
د یاد نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو متصديانو ته توصیه وشوه، چې له هغو معاملاتو څخه ډډه وکړي چې د کورونو د کرایې د لوړېدو لامل ګرځي او همدارنګه د هغو کورونو په کرایې ورکولو څخه چې د ۱۴۰۳ کال په پرتله یې کرایه له لس سلنې څخه ډېره شوې وي ډډه وکړي.
همدارنګه د استوګنیز بلاک مسؤول ته هم توصیه وشوه چې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو له لارې خپل معاملات ترسره کړي تر څو شفافيت رامنځته شي او د خپلسرو فعالیتونو مخنیوی وشي.
د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.
