په ننګرهار ولایت کې له ۸ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۴:۲
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د شعبان د مياشتې په ۲ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۸ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، د ثبت کتابونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.

مؤظف پلاوي، د یادو دارالوکالو نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د ستونزو او نیمګړتیاوو د لرې کولو په هکله یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو له غير قانوني فعالیتونو څخه مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۴:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 په ننګرهار ولایت کې د یاد ولایت د عدلیې ریاست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د شعبان د میاشتې په ۲مه نېټه، د چهارشنبې په ورځ، د جلال‌اباد ښار په پنځمه ناحیه کې د معاملاتو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۴:۱۱
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۴ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د شعبان د مياشتې په لومړۍ نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۹. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۴:۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۸ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د شعبان د مياشتې په ۲ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۸ دارالو. . .

BACK TO NEWS