په ننګرهار ولايت کې د معاملاتو لارښوونې له ۵ دفترونو څخه نظارت
![.](/sites/default/files/2025-02/nnkrhar.jpg)
د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي، د شعبان د میاشتې په ۴ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د یاد ولایت د مرکز جلال اباد ښار اړوند په نهمه ناحیه کې، د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
مؤظف پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې دفترونه، جوازلیکونه، د ثبت کتابونه، رسمي سټې او د یادو معاملاتو لارښوونې د دفترونو نور سندونه بررسي کړل.
د دغه نظارت او بررسۍ په ترڅ کې، د معاملاتو لارښوونې یو دفتر د غير قانوني فعالیت له امله وتړل شو او د معاملاتو لارښوونو د نورو دفترونو متصدیانو ته د شته نيمګړتياو د اصلاح او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وشوې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې، په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.