په شپږو ولایتونو کې ۳۳۲ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو 

hakeem_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۲۰:۱۷
.

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او ولایتي آمریتونو یې، د شوال د مياشتې په ۲۵ او ۲۶ مه نېټه د شنبې او یکشنبې  په ورځو ۳۳۲ تنو ته په شپږو ولایتونو کې، حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی.
په دغو برنامو کې چې په کابل، فراه، کندز، هرات، بغلان او بادغیس ولایتونو کې جوړې شوې د عدلیې وزارت د پېژندنې، د اسلام او شریعت په رڼا کې د اولادونو د تربیې ، د هېوادوالو حقوق او مکلفیتونه او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی وړاندې شو. 
د عدلیې وزارت د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې د مرکز په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې جوړوي او موخه یې دا ده چی خلک د خپلو حقوقو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۵:۴۱
Background image

په سرپل ولایت کې د کابو ۱۰ زره جریبه امارتي ځمکې تثبیت او تشخیص

د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت، د ذوالقعدې د مياشتې په ۶ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ  د غصب شويو ساحو د بررسۍ او تثبیت په موخه د ياد ولایت الفتح ولسوالۍ ته سفر وکړ.

د دغه. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۵:۹
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۳۳۴ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست په مرکز او ولایتي آمریتونو یې د ذوالقعدې د میاشتې په ۷ مه نېټه د پنجشنبې  په ورځ ۳۳۴ تنو ته د هېواد په درېيو ولایتونو کې، حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی.

. . .
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د کندز ولایت له یو شمېر دارالوکالو څخه کنترول او نظارت ترسره شو

د کندز ولایت د عدليې ریاست د حقوقي مرستو د آمر په مشرۍ د یاد ریاست مؤظف هیئت، د ذوالقعدې د میاشتې په ۶ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ په دغه ولایت کې له ۵ دارالوکالو څخه بررسی او نظارت ترسره. . .

BACK TO NEWS