په سرپل ولایت کې د څه باندې ۱۶۶۳ جریبه امارتي ځمکې تثبیت

د سرپل ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د شعبان د مياشتې په ۱۳ مه نېته، د سه شنبې په ورځ، د هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
تخنيکي هيئت په دې ناسته کې، د سرپل ولایت په چاکران ساحه کې د څه باندې یو زرو شپږ سوه دري شپېته (۱۶۶۳) جریبه ځمکې دوسیه تر بحث او بررسۍ لاندې ونيولې او په ترڅ کې یې یاده ځمکه امارتي تثبيت او تشخيص شوه.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه په ياده ناسته کې د سرپل ولایت د بېلابېلو ساحو د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.