د پروان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

د پروان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د شعبان د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د يکشنبې په ورځ، د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي ګل رسول نصرت او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د پروان ولایت د عدلیې رئیس کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، په جماعت سره د لمانځه د ادا کولو، وخت او حاضرۍ ته په پابندي کولو، د اخلاص درلودلو، د کارکوونکو تر منځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.