په تېره یوه میاشت کې د عدلیې وزارت لخوا لسګونو بېوزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو ته حقوقي مرستې وړاندې شوي
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست د روان کال د محرم الحرام د میاشتې په ترڅ کې، لسګونو بیوزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو ته وړیا حقوقي مرستې وړاندې کړي او په محکمو کې يې د هغوی له شرعي او قانوني حقونو څخه دفاع کړې ده.
د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست حقوقي مساعدینو، د همدې مودې په اوږدو کې د محکمو په ۱۰۹ قضايي ناستو کې ګډون کړی او د خپلو مؤکلینو له شرعي او قانوني حقوقو څخه یې دفاع کړې ده.
همداراز په همدې موده کې حقوقي مساعدینو له لوري ۳۵۵ ځله د بېوزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو قضیې تعقیب شوي او ۵۲ تنو غوښتونکو ته وړیا حقوقي مشورې وړاندې شوې دي.
د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست په مدني او جزائي قضیو کې بېوزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو اشخاصو ته وړیا حقوقي مرستې وړاندې کوي او په محکمو کې د هغوی له حقونو څخه دفاع کوي ترڅو عدالت په سمه توګه تأمین شي.
