په بلخ ولایت کې د څه باندې ۶۸۸ جریبه ځمکو د دوسیو بررسي کېدل
د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د جمادي الثاني د مياشتې په ۱۳مه نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد هیئت رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې تخنیکي هیئت د مزار شریف د هوايي ډګر شمال لور ته د څلور سوه شپږ دېرش (۴۳۶) جریبه ځمکې او د چمتال ولسوالۍ په صدمیش او نوشهر کليو کې د دوهسوه او دوهپنځوس (۲۵۲) جریبه ځمکې دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې.
هیئت پرېکړه وکړه چې، د یادو دوسیو په اړه دې معلومات بشپړ او په اړه یې لازم اجراآت ترسره شي.