په بدخشان ولایت کې د ۱۴۴ جریبه امارتي ځمکې تثبیت

د بدخشان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د شعبان د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د ياد هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
تخنيکي هيئت په دې ناسته کې، د بدخشان ولایت په مرکز، فیض آباد ښار کې د لعل بدخشان څېړنيز فارم د یو سلو څلور څلوېښت (۱۴۴) جریبه ځمکې دوسیې په اړه بحث او خبرې وکړې او په ترڅ کې یې یاده ځمکه امارتي تثبیت او تشخيص کړه.
همدارنګه په دې ناسته کې د بدخشان ولایت په بېلابېلو ساحو کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول.