د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.
دغه نظارت او بررسي د جمادي الثاني د میاشتې په ۲۹ مه نېټه د سهشنبې په ورځ ترسره شوه او په ترڅ کې یې ۶ دارالوکالې د نظارتي پلاوي لهخوا بررسي شوې.
نظارتي پلاوي د یاد دارالوکالو نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې کړې او د حل برخه کې یې د هغو متصديانو ته د لازمې توصيې وکړې.
د عدلیې وزارت په مرکز او ولایتي رياستونه په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غیر قانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.