د عدلیې وزیر د قضائیه قوې د تشکیل او واکونو د قانون نوې طرحه د ولسي جرګې ته وروپیژندله

waheed
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۳۰ - ۱۰:۵۲
.

د هېواد د عدليې وزیر ډاکتر عبدالبصیر انور د روان کال د مرغومې د میاشتې په ۲۸ نېټه د شنبې په ورځ د قضائیه قوې د تشکیل او واکونو د قانون نوې طرحه د ملي شورا ولسي جرګې ته وروپیژندله.

هغه د دغې طرحې د ورپیژندنې په وخت کې وویل چې د دې قانون نوې طرحه په قضايې دستګاه کې د فساد د پدیدې د مخنیوي په منظور ترتیب شوې ده او هم يې له فساد سره د مبارزې په موخه قاضیانو ته زیات واکونه ورکړي دي.

د عدليې وزیر دغه راز وویل چې د دې قانون بنسټ به د هېواد د قضايې جوړښت د پرمختیا په برخه کې د اساسي قانون او د قضايې نظام مؤلفې په پام کې نیولو سره، اغیزمن ګامونه واخیستل شي.

هغه زیاته کړه چې په نوې طرحه کې له درج شوو اصطلاح ګانو مشخص تعریفونه شوي دي او د سترې محکمې د رئیس او د اړوندو دیوانونو واک او دندې، په واضح ډول تشریح شوې دي.

ډاکتر عبدالبصیرانو وویل چې دغه قانون د قاضیانو د ټاکنو، بدلونونو، استعفا، حقوقو او امتیازونو، خوندیتوبونو او واکونو په هکله بحث کوي.

هغه زیاته کړه چې د قضائیه قوې د تشکیل او واکونو د قانون طرحه په ۷ فصلونو او ۸۹ مادو کې ترتیب شوې ده. او د محکمو د تشکیل او واک تنظیم، د قاضیانو د ذاتي چارو تنظیم او د قاضیانو جرمونو ته د رسیدګۍ څرنګوالی د دې قانون له موخو څخه دي.

د یادونې ور ده چې دغه طرحه څه موده مخکې د کابینې او د قانون د واکمنۍ د عالي شورا له لوري هم تائید شوې وه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۴:۳۱
Background image

د کورونو د کرایي د کنټرول ګډې کمېټې په ټول هېواد کې د معاملاتو لارښوونې څه‌باندې ۱۰۰۰ دفترونه بررسي کړي دي

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د خپل فعالیت د پیل راهیسې په ټول هېواد کې د معاملاتو لارښوونې څه‌باندې زر (۱۰۰۰) دفترونه د کورونو د کرایې د کنټرول او له لوړیدو څخه یې د مخنیوي په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په ننګرهار ولایت کې، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۲۹مه نېټه د چهار‌شنبې په ورځ د ننګرهار ولایت په څلورمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳ دفترونو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۴:۲۰
Background image

په کابل ښار کې ۶ دارالوکالې د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شوې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د تېرې اوونۍ په اوږدو کې د کابل ښار په درېيمې او نهمې ناحیو کې د ۱۲ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه. . .

BACK TO NEWS