د عدلیې وزارت په تېرو درېیو میاشتو کې ۳۹ خیریه بنسټونو او اتحادیو ته د فعالیت جوازونه وېشلي دي
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د ربیع الاول، ربیع الثاني او جمادي الاولی په میاشتو کې ۲۳ اتحادیو او ۱۶ خیریه بنسټونو ته د فعالیت نوي جوازونه وېشلي دي.
د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست پر دې سربېره، په یاده موده کې د ۷ اتحادیو او خیریه بنسټونو د فعالیت جوازونه تمدید کړي دي او اوسمهال د ۴۶ نورو ټولنو اسناد د فعالیت جواز د وېش په موخه تر کار لاندې دي.
همداراز د یاد ریاست نظارتي ټیمونو په مرکز کې د ۸۶ خیریه بنسټونو او اتحادیو فعالیتونه په منظم ډول څارلي دي او د ۱۱ جمعیتونو (خیریه بنسټونه او اتحادیې) د فعالیت جوازونه یې په بېلابېلو دلایلو لغوه کړي دي.
د عدلیې وزارت په منظم ډول په مرکز او ولایتونو کې د اتحادیو او خیریه بنسټونو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کوي، تر څو فعالیتونه د قانون او اصولو مطابق ترسره شي او دغهراز د خیریه مرستو او سرچینو له ضایع کېدو څخه مخنیوی وشي.
