د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې یو شمېر دارالوکالې بررسي شوې

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۹:۵۹
.

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د جمادي‌الآخرې د میاشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې له ۱۱ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد نظارت په ترڅ کې ۴ دارالوکالو ته د لوحې، د وکالت کتاب او د وکالت مهر د نه‌شتون له امله لازمې توصیې وشوې او د دوو دارالوکالو د فعالیت جوازونه د اعتبار مودې د پای‌ته رسېدو له امله ضبط شول.

د یادونې وړ ده چې د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست په دوامداره توګه د مدافع وکیلانو فعالیتونه څاري او ارزوي، تر څو د هغوی مسلکي چارې د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې تنظیم شي، د مراجعینو حقوق خوندي پاتې شي او خلکو ته معیاري حقوقي خدمتونه وړاندې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۰:۳۴
Background image

د عدلیې وزارت په تېرو درېیو میاشتو کې ۳۹ خیریه بنسټونو او اتحادیو ته د فعالیت جوازونه وېشلي دي

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د ربیع الاول، ربیع الثاني او جمادي الاولی په میاشتو کې ۲۳ اتحادیو او ۱۶ خیریه بنسټونو ته د فعالیت نوي جوازونه وېشلي دي.

د عدلیې وزارت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۰:۱۹
Background image

په تېرو درېیو میاشتو کې د معاملاتو د لارښوونې دفترونو ته ۴۸۴ نوي جوازونه وېشل شوي دي

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د تېرو درېیو میاشتو په اوږدو کې د معاملاتو د لارښوونې ۴۸۴ دفترونو ته د فعالیت نوي جوازونه وېشلي دي او د معاملاتو د لارښوونې د ۲۵۵ نورو دفترونو د فعالیت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۹:۵۹
Background image

د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې یو شمېر دارالوکالې بررسي شوې

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د جمادي‌الآخرې د میاشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې له ۱۱ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد نظارت په. . .

BACK TO NEWS