په تېرو درېیو میاشتو کې د معاملاتو د لارښوونې دفترونو ته ۴۸۴ نوي جوازونه وېشل شوي دي
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د تېرو درېیو میاشتو په اوږدو کې د معاملاتو د لارښوونې ۴۸۴ دفترونو ته د فعالیت نوي جوازونه وېشلي دي او د معاملاتو د لارښوونې د ۲۵۵ نورو دفترونو د فعالیت جوازونه یې تمدید کړي دي.
همداراز د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو ریاست په همدې موده کې د فعالیت ۲۶ جوازونه لغوه کړي دي او ۲۵ نور جوازونه یې فسخ کړي دي.
د دغه ریاست نظارتي پلاوي په یاده موده کې د معاملاتو د لارښوونې ۷۴۱ دفترونه تر نظارت لاندې نیولي دي او په پایله کې یې د معاملاتو د لارښوونې ۳۵ دفترونه دغیرقانوني فعالیت له امله تړلي دي.
همدارنګه یاد ریاست د معاملاتو د لارښوونې دفترونو پورې اړوندو ۲۹۵ عریضو او شکایتونو ته رسیدګي کړې ده.
