د عدلیې وزارت په تېرو درېیو میاشتو کې ۳۹ خیریه بنسټونو او اتحادیو ته د فعالیت جوازونه وېشلي دي

barekzai_admin
Sun, Nov 29 2026 10:34 AM
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د ربیع الاول، ربیع الثاني او جمادي الاولی په میاشتو کې ۲۳ اتحادیو او ۱۶ خیریه بنسټونو ته د فعالیت نوي جوازونه وېشلي دي.

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست پر دې سربېره، په یاده موده کې د ۷ اتحادیو او خیریه بنسټونو د فعالیت جوازونه تمدید کړي دي او اوس‌مهال د ۴۶ نورو ټولنو اسناد د فعالیت جواز د وېش په موخه تر کار لاندې دي.

همداراز د یاد ریاست نظارتي ټیمونو په مرکز کې د ۸۶ خیریه بنسټونو او اتحادیو فعالیتونه په منظم ډول څارلي دي او د ۱۱ جمعیتونو (خیریه بنسټونه او اتحادیې) د فعالیت جوازونه یې په بېلابېلو دلایلو لغوه کړي دي.

د عدلیې وزارت په منظم ډول په مرکز او ولایتونو کې د اتحادیو او خیریه بنسټونو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کوي، تر څو فعالیتونه د قانون او اصولو مطابق ترسره شي او دغه‌راز د خیریه مرستو او سرچینو له ضایع کېدو څخه مخنیوی وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS